ا.ا د ملګرو ملتونو پر وروستۍ پرېکړه غبرکون وښود

ا.ا د ملګرو ملتونو پر وروستۍ پرېکړه غبرکون وښود


  • 3 کاله دمخه (02/12/2021)
  • سمسور نیوز
  • 943

د افغانستان ا.ا له لوري د ملګرو ملتونو اسمبلۍ ته نومول شوي استازي سهیل شاهین د ملګرو ملتونو ځانګړې کمېټې پرېکړې ته چې له مخې به یې د اوس لپاره د دې سازمان په عمومي اسمبلۍ کې د افغانستان څوکۍ نوي حکومت ته نه ور کول کېږي، په غبرګون کې ویلي، چې دا پرېکړه یې په اصولو او انصاف بنا نه ده ځکه له افغان ولس یې مشروع حق اخیستی. 

نوموړي دغه‌راز پر خپله ټوېټر په پاڼه لیکلي، چې دوی تمه لري په نږدې راتلونکې کې په ملګرو ملتونو کې دا حق د افغانستان د حکومت استازي ته وسپارل شي.

یاده دې وي، چې د ملګرو ملتونو یوې ځانګړې کمېټې پرېکړه وکړه، چې په عمومي اسمبلۍ کې دې د افغانستان څوکۍ د اوس لپاره ا.ا ته نه ورکول کېږي.

په دې توکه به د افغانستان د پرځول شوي حکومت استازی غلام اسحاقزی د اوس لپاره ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ساتي.