دافغانستان اا مشرتابه ته !!!

دافغانستان اا مشرتابه ته !!!


  • 2 کاله دمخه (16/04/2022)
  • عبدالمالک سليمانزی
  • 885

په ۲۰۰۲ کې هېواد و، خو لومړنیو خدماتو ته هیچا لاسرسی نه درلود، د ملي پيوستون پروګرام طرحه او د کلیو پراختیا په نامه وزارت یې وړاندیز کړ چې د انتقالي حکومت مشر د خپل دغه مشاور طرحه ومنله او عملي کار یې پيل شو، دا هغه پروګرام و چې تر ۱۳۹۵ دوام وکړ او د هېواد کلي کلي ته په کې خدمات وړاندې شول.

په ۲۰۰۴ کې یې د مالیې وزیر کړ، ډېر ژر یې د بهرنیو مرستو د جلب او مدیریت لپاره پلان جوړ او عملي کړ.

په ۲۰۱۱ کې د امنیت د انتقال پروسه ور ترغاړې شوه، خلکو خندل چې کار امکان نه لري خو په خورا مدبرانه توګه یې تر ۲۰۱۳ ممکن کړ.

 

د ولسمشر په توګه تر واک دمخه د افغانستان د بحران کیسې شروع وې، چې واکمن شو د ۲۰۱۴ هغه اقتصادي بحران یې مدیریت کړ چې سیاسیون فکر کاوه هېواد به تجزیه کړي.

 

په همدغه کال یې د نړۍ او افغان سیاسیونو ډيزاین شوي د انتخاباتو د جوړجاړي طرحې او ناروا برنامې هم مدیریت کړې او هېواد یې له قومي جنګ له پيلېدو وساته.

له ۲۰۱۴ م تر دویم ځل انتخاباتو یې هغه سیاسیون مدیریت کړل چې ۴۰ کاله د افغانستان د بحران عاملین او لاملین دي.

 

په ۲۰۱۶(؟) کې یې د ''موبایل کرېډيټ مالیه ''طرحه تطبیق کړه. هغه طرحه چې کلنۍ بودیجه یې خودکفا کړه، سره له دې چې ځينو سفارتونو, د پارلمان وکیلان، ځينو سیاسیونو او مدني ټولنې په وسیله د دې خودکفايي مخنیوی کاوه خو سړی په خپله خبره کلک ودرید او دا پروژه یې عملي کړه

 

په ۲۰۱۷ کې د یو شمېر کړیو او ګوندونو د قوي مخالفت سره سره یې د اسلامي حزب له رهبر حکمتیار سره روغه جوړه ممکن او ممانعتونو باوجود یې عملي او سړی کابل ته راانتقال کړ.

 

په ۲۰۱۸ کې یې د افغانستان هغه دایمي مجبوریت ختم کړ چې ټول واردات به یوازې له پاکستانه وو. نورې ټرانزیټې لارې یې پيدا او افغانستان یې د ځمکې او هوا له طریقه د نړۍ له مارکیټونو سره وصل کړ او که تورخم او سپین بولدک بند وه يا نه وه بند زموږ په مارکیټ او نرخونو هیڅ اغېزه نه کول.

 

له ۲۰۱۷تر ۲۰۱۹کې یې د اوبو مدیریت ته وخت ورکړ او تر ۲۰۲۱ پورې هغه بندونه او پروژې پلي کړې چې له ۷۰۰ کلونه راهیسې پرې زموږ ګاونډيانو له موږ سره جنګونه کول دا پروژې یې نه پرښودلې.

 

په ۲۰۲۱کې یې د ځينو بهرنیانو هغه غوغاناګې طرحې په یوه بل پسې پوچې کړې، چې کله به غږ له پارلمان پورته شو، کله له لاریونونو، کله به د غټ ګوندي غونډو او ګواښوانو....

 

 اصلي خبره!

پرته له تعصب، پرته له چاپلوسۍ او بدبینۍ یې باید ومنو چې یو سړی (ولسمشرغني) چې دومره داخلي بحرانونه مدیریت کړي وه او کولي شې، نو تاسو ولې له دي شخص څخه استفاده نه کوي? 

باید په هر قیمت چې کیږي ولسمشر غنی پخلا او په عزت یې هیواد ته راوبلئ چې شته اقتصادي او سیاسي بحرانونه درته مدیریت کړي تر څو یو مترقي او پرمختللي هیواد په سیمه او نړۍ کې ولرو.

پوره ډاډ سره وایم کچیري ستاسو پر ځاي ولسمشر غنی په واک کې واي نن د پاکستان سفیر هر وزارت ته منډي نه شو وهلي او نه پاکستاني راکټونو نن کنړ کې بي ګناه هیوادال شهیدانول, نو د څپلو سرتمبګيو څخه تیر شئ او ولسمشر غنی ته وخت ورکړئ چې د غریب ولس راتلونکي لپاره هغه څه وکړي څه چې ولس ورته اړتیا لري او غواړي

زه منم چې یو شمېر کسان به ترې خپه وي، يا بدبیني به ورسره لري، خو دا ومنئ چې ولسمشرغني د طرحو د تطبیق او بحرانونو د مدیریت قوي لوبغاړی دی.