د هېواد د هوايي ډګرونو مدیریت متحده عربي اماراتو ته وسپارل شو

د هېواد د هوايي ډګرونو مدیریت متحده عربي اماراتو ته وسپارل شو


  • 2 کاله دمخه (24/05/2022)
  • سمسور
  • 731

سمسور (۳غبرګولی۱۴۰۱) د اسلامي امارت سرپرست حکومت وایي، چې د هېواد د هوایي ډګرونو د مدیریت قرارداد له متحده عربي اماراتو سره لاسلیک شو.

د رییس الوزرا لومړي مرستیال ملا برادر مطبوعاتي دفتر ویلي، چې د هوايي ډګرونو د مدیریت تړون یې له متحده عربي اماراتو سره لاسلیک کړی دی. 

د مالوماتو له‌مخې، دا تړون د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت او د متحده عربي اماراتو د GAAC/G42 کمپنۍ ترمنځ د کابل، کندهار او هرات په هوايي ډګرونو کې الوتکو ته د پروازونو پر مهال د ځمکنیو خدماتو د چمتو کولو په موخه لاسلیک شوی دی.

په تېر کې هم متحده عربي امارات د قطر او ترکیې پرځای د کابل هوايي ډګر مدیریت ته لېوال و.

د یادونې وړ ده، چې له قطر او ترکیې سره له څو میاشتو خبرو اترو سربېره د دغو هوايي ډګرونو د مدیریت هوکړه ترلاسه نه شوه.