ایران او تاجکستان: افغانستان کې دې پراخ بنسټه حکومت جوړ شي

ایران او تاجکستان: افغانستان کې دې پراخ بنسټه حکومت جوړ شي


  • 2 کاله دمخه (30/05/2022)
  • سمسور
  • 785

سمسور (۹غبرګولی۱۴۰۱) تهران کې د ایران له ولسمشر ابراهیم رییسي سره د تاجیکستان د ولسمشر امام علي رحمن په لیدنه کې، په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر رامنځته کېدو ټینګار شوی دی.

د ایراني رسنیو د راپورنو له مخې، په دې لیدنه کې دواړو مشرانو د  افغانستان د اوسني وضعیت په اړه خبرې اترې کړې دي.

راپور کې دغه‌راز ویل شوي، چې دغه دواړه هېوادونه د افغانستان په اړه یوه خوله او یوشان لیدلوری لري.  

د ویلو ده، چې د تاجیکستان ولسمشر امام علي رحمن یکشنبه د مې پر ۲۹، د دغه هېواد د یوه جګپوړي پلاوي په مشرۍ تهران ته سفر کړی.