افغانستان کې نيول شوي پنځه بريتانويان له بند خوشې شول

افغانستان کې نيول شوي پنځه بريتانويان له بند خوشې شول


  • 1 کال دمخه (21/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 502

سمسور (۳۱غبرګولی۱۴۰۱) د بریتانيا د بهرنيو چارو وزارت وايي، پنځه بريتانوي وګړي، چې په افغانستان کې نيول شوي وو ازاد شوي دي.

دغه وزارت په خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چېسد بريتانيا حکومت د افغانستان د اوسنۍ ادارې د دې پرېکړې هرکلی کوي او وايي دغو وګړو د برېتانيا له حکومت سره هېڅ ډول کار نه درلود. 

د اعلامیې له مخې، دغه کسان د برېتانيا د حکومت د سفر مشورې خلاف افغانستان ته تللي وو چې د دوی په ټګو دا يوه تېروتنه وه.

د ا.ا سرپرست حکومت ویلي، چې دغه کسان یې شااوخوا شپږ مياشتې وړاندې د "نافذه قوانينو او د افغانستان د خلکو د عنعناتو خلاف کړنو" له امله نيولي وو، چې تېره ورځ د يوه تفاهم له مخې خوشي شول.