پکتیکا او خوست؛ د تېرې شپې زلزلې تر دا مهاله ۹۲۰ کسان وژلي

پکتیکا او خوست؛ د تېرې شپې زلزلې تر دا مهاله ۹۲۰ کسان وژلي


  • 2 کاله دمخه (22/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 682

سمسور (۱چنګاښ۱۴۰۱) طبیعي پېښو ته درسېدو په برخه کې د دولت وزارت وایي، په پکتیکا، خوست او ننګرهار ولایتونو کې د تېري شپې زلزلې له امله ۹۲۰ کسان مړه او ۶۱۰ نور ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت مرسیتال مولوي شرف الدین مسلم ویلي، چې د زلزلې له امله زیاته مرګ ژوبله په پکتیکا او خوست ولایتونو کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې د ځاني زیان ترڅنګ ګڼ څاروي هم مړه شوي او د هستوګنې سلګونه کورونه هم نړېدلي دي.

هغه په کابل کې خبریالانو ته ویلي، چې د هر وژل شوي کس لپاره ۱۰۰زره افغانۍ او د هر ټپي شوي کس لپاره ۵۰زره افغانۍ په پام کې نیول شوي دي.