امریکا له افغان زلزله ځپلو سره د ۵۵ میلیون ډالرو بېړنۍ مرستې اعلان کړی

امریکا له افغان زلزله ځپلو سره د ۵۵ میلیون ډالرو بېړنۍ مرستې اعلان کړی


  • 2 کاله دمخه (29/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 772

سمسور (۸چنګاښ۱۴۰۱) د امریکا بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی دی، چې افغانستان کې د وروستۍ زلزلې ځپلو افغانانو سره ۵۵ میلیون ډالر بېړنۍ بشر دوستانه مرسته کوي.

له دغه وزارته خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د دوی دغو بېړنیو مرستو کې به د سرپناه وسایل، د پخلي لوښي، کمپلې، کالي، لمریز ګروپونه او د کور نور اړین وسایل شامل وي. 

دغه وزارت د ولسمشر بایډن په لارښوونه له افغانستان سره د ۵۵ میلیون ډالرو په ارزښت دغه عاجله اضافه بشردوستانه مرسته اعلان کړې.  

سرچینه وایي، له دې مرستې سره به روان کال له خوا له افغانانو سره د امریکا د ټولو ترسره شویو بشردوستانه مرستې اندازه ۷۷۴ میلیون ډالرو ته ورسېږي.  

د هېواد سویل ختیځ پکتیکا او خوست ولایتونو کې پوره یوه اوونۍ وړاندې د رېښتر په کچه ۶ اعشاریه ۱ درجه زلزلې تر ۱۱۰۰ ډېر کسان وژلي، څه باندې ۳۰۰۰ یې ټپیان کړي او همدا راز یې سلګونه کورونه ویجاړ کړي دي. 

د یادونې ده، چې تر امریکا وړاندې چین، هند،‌ پاکستان، ایران او ځینو عرب هېوادونو هم افغانستان کې د وروستۍ زلزلې زیانمنو ته مرستې رالېږلې دي.