د روغتیا نړیوال سازمان د هېواد ۹۱ ولسوالیو ته روغتیایي تجهیزات لېږدولي

د روغتیا نړیوال سازمان د هېواد ۹۱ ولسوالیو ته روغتیایي تجهیزات لېږدولي


  • 2 کاله دمخه (22/11/2022)
  • سمیر احمد
  • 630

سمسور نیوز (۱لېندۍ۱۴۰۱) د روغتيا نړيوال سازمان وايي، د روغتیايي خدمتونو د اسانتیاوو په موخه یې د راتلونکي ژمي لپاره د افغانستان ٩١ ولسواليو ته ۶۹۳ ټنه دارو درمل او روغتيايي تجهيزات لېږدولي دي.  

ياد سازمان پر خپل ټوېټر لیکلي، چې دغه روغتيايي تجهيزات او درمل په ٣٠١ روغتيايي مرکزونو کې ځاى پر ځاى شوي دي.

د روغتيا نړيوال سازمان د معلوماتو له مخې، له دغه دارو درملو څخه به د ژمي په درېیو مياشتو کې شااوخوا څلور ميليون کسان ګټه واخلي. 

ياد سازمان زياته کړې، دا مرکزونه په هغو ولسوالیو کې دي، چې په ژمي کې د ولایتونو له مرکزونو سره یې د تګ راتګ لارې بندېږي.