د افغانستان سرپرست حکومت د پاکستان هغه تور رد کړ، چې په تورخم کې یې د وروستۍ نښتې ملامتي پر افغانستان اچولې وه.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، دا چې پاکستان د خپل د امنیت په تنګښت کې پاتې راغلی، اوس پر افغانستان بې ځایه تورونه لګوي، چې دوی ردوي.
هغه تېره ورځ (د سپټمبر ۱۲مه) اسوشېټېډپرېس خبري آژانس ته ویلي، چې په تورخم کې د تېرې اوونۍ نښته لومړی د پاکستان له لوري پیل شوه چې دوی هم د ځان د دفاع لپاره ځوابي اقدام وکړ.
خو پاکستان بیا د تېرې چهارشنبې ورځې د نښتې د پیل ملامتي پر افغانستان اچوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د دوشنبې په ورځ په اسلام آباد کې افغان حکومت تورن کړ، چې د پاکستان په خاوره کې یې غیرقانوني تاسیسات جوړول، چې دوی یې مخه ونیوله.
هغې زياته کړې، دغه هېواد نهشي کولای، چې د افغانستان له خوا په خپله خاوره کې د هېڅ پوستې جوړېدل ومني، ځکه دا د پاکستان واکمني نقضوي.
تر دې وړاندې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت هم ويلي وو، چې تورخم لار د پاکستان له لوري وروسته تر هغه وتړل شوه چې پولهساتو يې پر هغو افغان ځواکونو ډزې وکړې، چې د يوې امنيتي پوستې په بیا رغونه بوخت وو.
دا په داسې حال کې ده، چې نن د اتمې ورځې لپاره هم د تورخم دروازه تړلې پاتې ده، چې له امله یې دواړو خواوو ته سلګونه مسافر او بار لارې بندې پاتې دي.
د تورخم دروازې د بېرته پرانېستلو په اړه د افغان او پاکستاني چارواکو مذاکراتو تر اوسه هېڅ مثبته پایله نه ده ورکړې.