جاپان له افغانستان سره څه باندې ۱۰۶ میلیون ډالر مرسته کوي

جاپان له افغانستان سره څه باندې ۱۰۶ میلیون ډالر مرسته کوي


  • 2 کاله دمخه (06/12/2022)
  • سمیر احمد
  • 687

سمسور نیوز (۱۵لېندۍ۱۴۰۱) په کابل کې د جاپان سفارت اعلان کړی، چې هېواد یې له افغانستان سره ۱۰۶.۷ میلیون ډالر نوره مرسته کوي. 

د جاپان سفارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، تمه ده، د بشري مرستو دغه نوې بسته په افغانستان کې د بشردوستانه پروژو پلې کولو او د لومړنیو بشري اړتیاوو پوره کولو امکان برابر کړي. 

اعلامیه کې راغلي، دغه پروژې به د ملګرو ملتونو د مرستندویه بنسټونو، نړیوالو سازمانونو او غیر دولتي بنسټونو له خوا د افغانستان د خلکو د ژوند ښه کولو په هدف د ګڼو کړنلارو له لارې ولګول شي.  

د جاپان سفارت ویلي، هېواد یې د دغه تازه مرستندویه بشري بستې سره د تېر کال د اګست میاشتې راهیسې تر دا مهاله د بشري بحران مخنیوي په هدف، د افغانستان له خلکو سره ۳۳۵ میلیون ډالر مرسته کړې ده. 

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې اوچا په خپل یوه راپور کې ویلي وو، چې په راتلونکي ۲۰۲۳ میلادي کال کې به د افغانستان یو پر درېیمه برخه وګړي بشري مرستو ته اړتیا ولري.