سمسور نیوز (۲۲لېندۍ۱۴۰۱) د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې د ترافیکي پېښې له کبله دوه کسان مړه او پنځه نور ټپيان شوي دي.
د بغلان امنیه قوماندانۍ ویاند، شېر احمد برهاني ویلي، دا پېښه پرون ماښام د مرکز په «خواجه الوان» سیمه کې شوې ده.
نوموړی زیاته کړې، یو کرولا ډوله موټر له بغلان څخه بلخ ته پر لار و، چې له یو بل موټر سره یې ټکر کړی.
برهاني دغه راز ویلي، د پېښې ټپيان د درملنې په موخه روغتون ته وړل شوي دي.
په هېواد کې د ترافیکي پېښو ستر لاملونه د موټر چلوونکو بېاحتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه مراعاتول بلل کېږي.