سمسور نیوز (۲۸لېندۍ۱۴۰۱) ایراني رسنۍ وایي، د ایران سستان او بلوچستان کې د یو قومامندان په شمول، د سپاه پاسدران څلور ځواکونه وژل شوي دي.
ایراني رسنیو د امنیتي سرچینو له قوله ویلي، چې دغه ځواکونه د ایران په سرحدي سیمه «سراوان» کې له وسله والو کسانو سره په نښته کې وژل شوي دي.
سرچینې دا یو ترهګریز برید بللی او ویلي یې دي، چې بریدګر له برید وروسته پاکستان ته تښتېدلي دي.
د برید مسؤلیت چا نه دی منلی او نه هم پاکستاني چارواکو لا په دې اړه څه ویلي دي.