خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
په کراچۍ کې د افغانستان کونسل مولوي سید عبدالجبار وايي، چې د پاکستان له زندانونو څخه د ۳۶۶ افغانانو د خوشې کېدو امر شوی.
د نوموړي په خبره په دې ډله کې ۶۹ ماشومان، ۶۳ مېرمنې او پاتې نور نارینه دي.
هغه زیاته کړې چې اوس مهال د کراچۍ په زندانونو کې ۳۲۶ افغان ماشومانو په ګډون ۱۵۶۸ کسان بندیان دي.
مولوي عبدالجبار ویلي، د پاکستان په زندانونو کې له دوه کلنۍ څخه تر اته کلنۍ پورې ماشومان بندیان دي.
په کراچۍ کې افغان کونسل ویلي چې په بند کې دوه افغانان هم مړه شوي چې د یو جسد یې انتقال کړی او لاهم په پاکستان کې دی.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې پاکستان کې د افغانستان سفارت خبر ورکړی و چې د افغان بندیانو د راخوشې کېدو په اړه یې له پاکستاني چارواکو سره خبرې بې پایلې پای ته رسېدلې دي.