سمسور نیوز (۸سلواغه۱۴۰۱) د ریاست الوزرا اقتصادي معاوونیت نن په یوه خپره کړې اعلامیه کې د افغانستان په اړه د نړیوال بانک د وروستي راپور هرکلی وکړ.
د ریاست الوزرا له اقتصادي معاوونیت څخه په تازه خپره شوې اعلامیه کې له ټولو نړیوالو سازمونو غوښتنه شوې، چې پراختیايي پروژو د تمویل په برخه کې د اسلامي امارت لاسنیوی وکړي.
په اعلامیه کې له نړیوال بانک غوښتل شوي، چې په افغانستان کې خپلې نیمګړې پروژې بېرته پیل کړي.
اعلامیه زیاتوي، چې نړیوال سازمانونه دې په افغانستان کې د ټولو پرمختګونو په ځانګړې ډول په اقتصادي برخه کې نړیوالو ته ریښتیني معلومات وړاندې کړي.
نړیوال بانک د جنوري په ۲۵مه نېټه په یو خپاره کړي راپور کې ویلي و، چې د افغانستان صادرات د تېر په پرتله په نسبي ډول ښه شوي دي.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۲ کال په نهو مياشتو کې افغانستان یو میلیارد او ۷۰۰ ميليونه ډالره صادرات لرل، چې ۶۵ فیصده یې پاکستان ته شوي.