څو کتابه په څو خبرو کې

څو کتابه په څو خبرو کې


  • 1 کال دمخه (24/02/2023)
  • نوید ارین
  • 742

کارل مارکس په جرمني کې وزېږېد د هغه پلار تر عيسوي کېدو وړاندې يو يهودي قانونپوه و د پلار په خوښه مارکس حقوق ولوستل په کال ۱۸۳٦ م کې په برلين او بون ښارونو کې د حقوقو (Law) د ليسانس تر اخيستلو وروسته د هغه د فلسفې سره مينه پيدا شوه په کال ۱۸۴۱ م کې هغه پر ابيقورس مقاله وليکله او دوکتورا يې واخيسته.

مارکس په ۱۸۴۳ م کې د جيني نومې نجلۍ سره واده وکړ هغه د يوه نواب لور وه جيني ټول ژوند د مارکس سره وفا وکړه په هر راز کړاوونو کې يې ملګرې پاتي شوه د ډوډۍ ګټلو لپاره مارکس د يوې ورځپاڼې مدير شو هغه داسې ليکونه خپاره کړل چې د وخت واکمن يې وپاروه مارکس لا پخوا د فيوډالي نظام مخالف و، هغه د نوبت په موندلو تل د فيوډالانو شرموونکی رول څرګندوه مارکس خپلو ليکنو ډېر مشهور کړ بل پلو ته حکومت هغه ورځپاڼه بنده کړه او مارکس فرانسې ته وتښتېد.

په فرانسه کې مارکس او اينګلز سره وليدل دواړو خواږه ملګري شول اېنګلز د يوه شتمن زوی و، پلار يې کارخانه درلوده مګر لوی انقلابي و، هغه پرېکړه وکړه چې ټول ژوند به د مارکس سره ټينګه ياري کوي.

تر فرانسې وروسته مارکس لندن ته ستون شو د ژوند تر پايه همالته پاتي شو د ټولو منډو ترنډو او کډواليو له کبله مارکس او د هغه مېرمن جيني غريبان شول مارکس حوصله له لاسه ورنه کړه د يارک هېرالډ ټريبيون د استازي په توګه يې کار پيل کړ هغه وخت مارکس يوازې يوه جوړه جامې درلودې د جامو پرېولو پر مهال يې لوڅ لغړ وجود انتظار ايسته تر څو جامې وچ شي او بيرته يې واغوندي.

د ټولې اروپا انقلابيان د مارکس پر کور رامات شول د فيوډاليزم او کاپيټاليزم مخالف انقلابيان په لندن کې د مارکس کور ته راتلل هلته مارکس او د هغه مېرمن جيني د مېلمنو خدمتونه کول آخر د جيني ټول زېور خرڅ شو د کور ټول لوښي يې ګرو کړل په پور يې ګزاره شوه د غريبۍ او بې وزلۍ له لاسه مارکس او جيني ډېر کړاوونه وګالل جيني په يوه ليک کې له ورځنيو اقتصادي غمونو د شکايت په ژبه داسې ليکي.

د ۱۸۵۲ کال د اختر ورځ وه زموږ ماشومه لور فرانسکا زکام شوه درې شپې او درې ورځې د مرګ او ژوند تر منځ ځوړنده پاتي وه موږ يې تکليف نه شو ليدلای آخر فرانسکا مړه شوه موږ يې مړی د شا په کوټه کې کښېښود پخپله په مخامخ کې کوټه کې پرېوتو درې نور ماشومان مو هم راسره وو موږ ټولو د ماشوميې فرانسکا په بېلتون کې ژړل د هغې جسد د شا په کوټه کې پروت و، فرانسکا بې چاره په داسې ورځو کې مړه شوه چې موږ د ډوډۍ لپاره هم پيسې نه درلودې زموږ هيڅ الماني ملګري زموږ سره مرسته و نه کړه ارنيسټ جونز هم د مرستې ژمنه وکړه اما څه يې و نه کړل ما په هغه ورځ زړه راغونډ کړ په لندن کې مېشت د يوه فرانسوي کډوال کره ورغلم هغه زموږ کره کله نا کله راتله هغه ماته دوه پونډه راکړل بيا  موږ تابوت رانيو د فرانسکا مړی مو پکې کښېښود فرانسکا چې پيدا شوه موږ پيسې نه درلودې چې زانګو ورته رانيسو نن مو تابوت ورته رانيو زموږ ګاونډيانو د هغې جسد واخيست هديرې ته ولاړل تر څو فرانسکا پټه کړي موږ دلته په کور کې له غمه ننېدلو.

مارکس د کتابونو په لوست بوخت و، ورځ يې په برټيش موزيم او شپه يې په کور کې په کتاب لوستلو تېرېدله تردې وړاندې هغه او اېنګلز په شريکه په ۱۸۴۸م کې کمونيستي اعلاميه وليکله په لندن کې تر لس کلن زيار او څېړنو وروسته مارکس خپل نامتو کتاب سرمايه وليکه د هغه په ژوند کې د کتاب لومړی ټوک خپور شو دويم او دريم ټوکونه د مارکس تر مرګ وروسته اېنګلز چاپ او خپاره کړل.

مارکس او اېنګلز دواړه په ډېرو ژبو پوهېدل د مارکس لاتيني، يوناني، فرانسوي، انګليسي، هسپانوي، المانۍ او روماني ژبي زده وې په آخره کې يې روسي ژبه هم زده کړه.

په کال ۱۸۸۱ کې د مارکس د ژوند خواخوږې ملګرې جيني د خپل ستړي ژوند سفر پای ته ورساوه د هغې تر مرګ وروسته مارکس غمونو لاندې کړ لږ وخت نور نه و، تېر شوی چې د هغه د مشرې لور هم له ژونده زړه تور شو او د عدمستان په تياره جهان کې ورکه شوه.

مارکس د ګرانې مرمنيې او ښکلې لور مرګونو مرګي حاله کړ يوه ورځ اېنګلز د مارکس پوښتنې ته ورغی و يې ليدل چې مارکس په چوکۍ کې ناست دی سترګې يې پټي دي آرام کوي دی چې نور هم ورنژدې شو مارکس بلي نړۍ ته کوچېدلی و.

د ټولې نړۍ له غمونو ډکه سينه کارل مارکس له دې جهانه رخصت شو.

مارکس د مشهور کتاب سرمايه په څنګ کې نورې ليکنې هم وکړې:

۱- کمونيستي اعلاميه (د اېنګلز په مرسته)

۲- د جرمني نظريات (د اېنګلز په مرسته)

۳- د فلسفې غربت.

۴- د سياسي اقتصاد نقد ته اهداء.

جدلي ماديت Dialectic Materialism

مارکس له لومړي سره د مادي فلسفې منونکی و هغه دوکتورا هم په دې اخيستې وه دغه راز هغه د فرانسې د روښانفکرۍ له فلسفې هم اغېزمن شوی و، روښانفکرۍ د مذهب او توهم پرستۍ ريښې وروکښلې.

مارکس د هيګل په جدلي نظام کې غټ بدلونونه راوستل او خپل ځانګړی فلسفي نظام يې پر پښو ودراوه د هيګل نظريه وه چې مطلق روح خپل ځان د مادې په يو لړ شکلونو کې ښکاره کوي د مادي نړۍ هر بدلون د مطلق روح منشا پوره کوي هيګل ويلي وو ذهن تر ماده اول دی او ذهن په ماده کې د بدلونونو د راوستلو جهان دی ذهن د مادې لارښود دی مارکس د هيګل سره جدي اختلاف وښود هغه نظريه وړاندې کړه چې ماده د ذهن محصول نه ده ذهن د مادې محصول دی په ماده کې چې کوم بدلون راځي عامل يې ذهن نه دی البته ذهن له مادي حالاتو زېږي دغه راز ثابتېږي چې ماده پر ذهن لومړۍ ده.

مارکس د هيګل سره پردې خبره جوړ و، چې په هر شي کې جدلي پروسه جاري ده د تضادونو په وسيله هر شی تکاملي پړاوونه پی کوي مګر دغه تضاد يا جدلي پروسه د کوم ماوراء فطرت قوتونو په منشا سره نه کېږي بلکې د تضاد يا ټکر په نتيجه کې فکر پيدا کېږي او پرمختګ کوي يعنې فکر له حالاتو پيدا کېږي.

ماده د خپل وجود لپاره ذهن ته اړتيا نه لري ذهن مادې ته اړ دی چې ذهن نه وي ماده ممکنه ده مګر چې ماده نه وي ذهن ممکن نه دی مثلاً ډبره ماده ده ذهن نه لري مګر موجوده ده په انسان کې ذهن دی مګر هر ذهن انساني جسد ته اړ دی چې ماشوم پيدا شي د هغه د شخصيت په جوړولو کې د هغه ذهن نه معروضي حالات رول لوبوي او د هماغه حالاتو په نتيجه کې فکر وده کوي.

د هيګل جدلي فلسفه ماوراء الطبيعي وه مګر مارکس په مادي جدلي فلسفه واړوله او وې ويل د هيګل جدلي فلسفه سرکُل ولاړه وه ما پر پښو ودروله.

د مارکسي ماديت مهم ټکی دا دی چې پر هر اثبات کې د هغه نفي موجوده وي بيا هغه نفي هم نفي کېږي د نفي، نفي هم اثبات دی دغه اصل په ټولنه کې داسې پلی شو چې تر کرهڼيز انقلاب وروسته فيوډالي ټولنه راغله فيوډالانو د خپلو ځمکو د آبادولو لپاره پيسو ته ضرورت و، سوداګرو پيسې ورکړې بزګرو ځمکې وکرلې دا د ټولنې اثباتي اړخ و، مګر د دغه اثبات نفي هم په اثبات کې دننه پټه وه يعنې د وخت په تېرېدو سره سوداګر پياوړي شول هغوی فيوډالان وځپل ټول طاقت د دوی لاس ته راغی هغوی د ساينس په پرمختګ سره نوې کارخانې ولګولې د دې لپاره يې کارګرو ته ضرورت و، د سوداګرو په لاس سرمايه دار نظام رامخته شو مګر د کارګرو بد حالت ښه نه شو حالت يې د پخواني فيوډالي نظام تر بزګر ښه نه شو د فيوډال نفي سوداګر او بورژوا وکړه او د سوداګر نفي به کارګر کوي دغه راز به د نفي، نفي وشي او انساني ټولنه به يو ګام يو مخته ولاړه شي.

هيګل په خپل ماوراء طبيعت جدلي نظام کې وويل مطلق روح په دولت مذهب او هنر کې ځان ښکاره کوي دولت مذهب او هنر د فکر او سوچ پلان شوي کارنامې دي د حالاتو په اوښتو سره بدلون مومي مارکس په جدلي ماديت کې وويل بوژوازي سوداګران دولت او مذهب د وسلې په توګه کاروي د کارګرو وينه ځبېښي د قوانينو په نوم داسې ناليدل شوي زنځيرونه جوړوي چې کارګر په کې وتړي هغه فکر هنر او اخلاقي قدرونه هم دځان په ګټه د کارګرو پر خلاف کاروي او داسې قوانين جوړوي چې يوازې د هغه د ګټو خوندي کوونکي وي.

تاريخي ماديت

د مارکس تاريخي ماديت هم د هيګل د ماوراء الطبيعي تاريخ څخه بېل دی د هيګل وينا ده چې تاريخ د يوه منظم پلان او د يوې پرله پوری پروسې نتيجه ده يو کايناتي ذهن د تاريخ په پروسه کې ځان ښکاره کوي مارکس دغه تصور ردوي چې تاريخ د پلان نتيجه د ه هغه وايي د حالاتو په بدلېدو کې ذهن نه مادي اسباب کار کوي.

مارکس وايي په ښکاري دور کې انسان قبيلوي ژوند کاوه په ګډه يې ښکار کاوه هغوی ټول سره يو شان وو د ټولو حقوق مساوي وو هر چا ښکار کاوه هغه ټولنه له هر ډول ظلمه پاکه لومړۍ سيوسيالستي ټولنه وه هلته زيار، وسايل ښځې او توليدات د ټولو مشترک وو وروسته د کرهڼيز دور په رارسېدو سره وضعه بدله شوه د توليداتو لپاره نوي وسايل ايجاد شول د غشي ځای تبر د کمانې ځای (هل) ونيو د شخصي مالونو رواج پيل شو اوبه لرونکې سيمې او ځمکې قوتمنو خلکو لاندې کړې هغوی په ټولنه کې نوي سوچ ته وده ورکړه ټولنه په بادار او مريي و وېشل شوه مذهب او اخلاق د بادار ملاتړي شول او د غلام لپاره مهمه وګرځېده چې د بادار د خوشالولو لپاره هلې ځلې وکړي او همدا د هغه لويه ښېګړه او خوبي وبلل شوه.

دغه راز وسايل لاس ته راوړل غټ کمال وګرځېد د دې لپاره ظلم او زياتی روا شول د توليدي وسايلو د لاس ته راوړلو لپاره دولت مذهب او اخلاق وکارول شول او لوی جنګونه وشول. مارکس وايي نژدې ټول جنګونه د اقتصاد لپاره شوي دي د هر جنګ محرک ماديت دی.

هغه زياته کړه هسې خو خلک ګمان کوي چې د جنګونو اسباب مذهبي يا سياسي وو مګر حقيقت دا دی چې تر شا يې اقتصادي ګټو رول لوباوه.

د تاريخ د هرې پروسي شا ته هغه اقتصادي محرکات وي چې انسان د نورو خلکو وسايل لاس ته راوړلو ته هڅوي ويل ډيورانټ ليکي انسان فکر کوي چې د هغه خيالونو د فلسفې اخلاقو مذهب ګوندي لېوالتيا او هنري ذوق پر عقلي بنسټونو تکامل ورکړی دی مګر هغه تېروتلی دی او په دې نه پوهېږي چې يوه بنسټيزه اقتصادي پروسه د هغه افکارو او خيالاتو ته لار ورښيي او موخه يې وټاکي.

سوسياليزم او اقتصادي فلسفه

سوسياليزم يا سوشليزم يوه سياسي، اقتصادي او ټولنيزه نظريه ده دا ځکه چې د ظلم د ختمولو لپاره يوه سياسي او اقتصادي نظام ته اړتيا ده.

مارکس لس کاله زيار وکيښ د داس کاپيټال په نوم کتاب يې وليکه د مارکس دغه نړېوال شهرت لرونکی کتاب د اقتصاد او توليداتو پر وسيلو اوږد بحث کوي موږ يې دلته لنډېز راوړو.

جنس څه دی؟ جنس هغه دی چې د انسان ضرورت پوره کړي او د هغه اړتيا لېرې کړي چې راکړه ورکړه يې وشي جنس خپل قدر و قيمت لري قدر يا قيمت او محنت سره مساوي دي.

هيڅ جنس بې له محنت کولو په وجود نه شي راتلای د يوې بورۍ غنمو د کرلو لپاره بزګر زيار کاږي دغه راز يوه بورۍ غنم لاس ته ورځي د غنمو قيمت د بزګر د محنت سره مساوي دی اما بزګر ته لږ پيسې ورکول کېږي ډېره ګټه هغه ځمکوال يا فيوډال وړي چې هيڅ خواري نه کاږي دغه راز په کارخانه کې چې کارګر څومره کارکوي هغومره پيسې نه ورکوي مثلاً يو مزدور په اته ساعته کې يوه غالۍ جوړوي غالۍ يې په لږ قيمت خرڅېږي که غالۍ په څلور سوه افغانۍ خرڅه شي مزدور ته سل افغانۍ ورکول کېږي حال دا چې مزدور په يوه ساعت کې د پنځو افغانيو سره مساوي محنت کړی و، او مزدور ته يوازې د دوو ساعتو عوض ورکول کېږي پاتي درې سوه افغانۍ کارخانه دار بې له محنت کولو جېب ته اچوي او په سرمايه يې بدلوي.

مزدور ته چې يې سل افغانۍ ورکړې هغه د ده د دوو ساعتونو د محنت بدل و، پاتي شپږ ساعته هغه مفت کار وکړ کارخانه دار له هغه څخه شپږ ساعته مفت کار واخيست او د هغه د دوو لاسو خواري يې غلا کړه.

دغه پيسې چې د کارخانه دار جېب ته لوېږي مازاد (Suplus) سرمايه ده او چې ورځ تېرېږي مازاد سرمايه ډېرېږي کارخانه دار نور هم شتمن کېږي. د هغه ثروت چې څومره ډېرېږي هغه نورې کارخانې لګوي نوي ماشينان رانيسي او لا زيات شمتن کېږي توليد چې زيات شي قيمت يې رالوېږي په نتيجه کې کارخانه لرونکی د خپلې ګټې د کمولو پر ځای د مزدور مزدوري ور لږوي يا له مزدورانو يو څو کسه پسې اخلي دغه راز کارخانه دار شتمن او مزدور غريب کېږي. له دې څخه په مزدورانو کې د خپلو حقونو شعور پيدا کېږي هغوی مازاد سرمايې ته په کتلو سره په خپلو کې اتحاد کوي هغوی هڅه کوي کارخانې او توليدي وسايل لاس ته راوړي دلته حکومت د کارخانه دار ملګري کوي ولې چې هغه د کارخانه دار لاسپوڅی دی او چارواکي د شتمنو تالي څټ دي، دلته جګړه او مبارزه پيلېږي د مزدور او کارخانه دار په منځ کې ټکر راځي او انقلاب راځي په نتيجه کې مزدوران کارخانې توليدي وسايل او حکومت لاس ته راوړي او د مزدورانو انقلاب بريالی کېږي.

مارکس په خپلو لومړيو ليکنو کې ليکلي وو چې د فلسفې دا دنده نه ده چې تش تشريحات وکړي د هغې کار دا هم دی چې بدلون راولي په علم او عمل کې يووالی راولي.

مارکس زياتوي زيارکښه ډله چې دولت ونيسي وروسته د دولت ځبېښاکي بڼه ور ختموي او منځمهاله پروليتره ديکتاتوري جوړوي هغوی مازاد سرمايه له منځه وړي او مزدور ته د هغه د صلاحيت پر اساس معاوضه ورکوي.

مذهب اخلاق او هنر

مارکس د مذهب مروج تصور نه مني او مذهب د ظلم کولو وسيله بولي هغه فکر کوي واک ته رسېدونکو مذهب تل خلکو د غلامولو لپاره استعمال کړی دی د پخوا زمانې واکمنان او مذهبي چارواکي د ولس د غولولو لپاره د خدای استازي جوړېدل واکمنو مذهبي چارواکي استخدامول.

مذهبي چارواکو د مذهب په کارولو سره د واکمنو لپاره جارو واهه مزدورانو او زيارکښو ته يې د جنت تمه ورکوله هغوی يې په دې راضي کول چې خير دی په آخرت کې به انصاف ورسره وشي اوس د ظلمونو په زغملو او سهلو کې خدای تاسې ته د نېکۍ او ثوابونه درکوي.

مارکس د غريبانو لپاره مذهب ته د افيمو درجه ورکوله هغه وويل غريبان د حورو غلمانو او د شاتو د ويالو په تصوراتو کې نېشه غوندي وي او د خپل دور د ظلم او ستم پر خلاف مبارزې کولو ته زړه نه ښه کوي.

مارکس وويل خدای د انساني فکر حاصل دی په غارونو کې اوسېدونکی لومړی انسان هر وخت وېرېده د هغه ترهېدلو ماوراء فطرت موجودات پيدا کړل ښاپېرۍ، روح، پېری او دېب ټول د انسان ويرې پيدا کړي دي وروسته چې انسان پر مختګ وکړ خيالي اشياوو هم پر مختګ وکړ آخر يې د خدای بڼه خپله کړه.

عموماً پر اخلاقو د مذهب غېږ راګرځېدلې ده مګر مارکس دغه تصور نه مني هغه اخلاق او مذهب سره بېلوي هغه وايي نېکي د دې لپاره مه کوئ چې آسماني کتاب يې تلقين کړی دی نېکي ځکه ښه ده چې د ټولنې په ګټه ده نېکي د ثواب ګټلو لپاره نه د انصاف راوستلو لپاره ده مارکس وويل اخلاقي قدرونه کايناتي او نه بدلېدونکي نه دي د ټولني محصول دي چې ټولنه بدلېږي اخلاق هم ورسره بدلېږي چې په ټولنه کې انصاف راشي بدي پخپله ختمه شي ولې چې بدي د بې انصافۍ نتيجه ده.

د هنر او جمالياتو په اړه مارکس پر بې غوره او بې حسه ټولنه نيوکي کوي چې شاعران اديبان او سندر غاړي يې تل له معروضي حقايقو لېرې چټيات او چټليات تر خوله راباسي ناهيلۍ ته هوا ورکوي او نوم د هنر ورکوي هغه وويل هنر د ژوند لپاره دی د ژوند د خوښيو او ناخوالو لپاره، نه دا چې هنر لرونکی خپل ځان پخپله په هنر کې رانغښتي وي يا يې ځان پکښې تکرار کړی وي، په هنر کې چې د هنرمند خپل وجود څومره لږ موجود وي هغومره ګټه لري هنر بايد د ولس د ستونزو او د هغوی د هيلو ښکارندويي وکړي د هنرمند خپله شخصي پرېشانۍ که د تجريدي هنر په بڼه راووزي د خوښۍ د ورکولو پر ځای به ذهنونه مشوش کړي.

د مارکس فلسفې په نړۍ کې ستر بدلونونه راوستل، شوروي اتحاد، چين، ويتنام، شمالي کوريا، کيوبا د شرقي اروپا او افريقا ډېر هېوادونه سوسيال شول هلته انقلابي نظامونه او نظريات بريالي شول د اروپا امريکا او آسيا په ډېرو هېوادونو کې سوسيالستي غورځنګونه او وسله وال بغاوتونه مخي ته راغلل نړۍ په دوو ډلو و وېشل شوه د روس او امريکا تر منځ سړه جګړه پيل شوه شوروي اتحاد ړنګ شو سوسياليزم راوپرزېد د نړۍ زياتره سوسيالستي هېوادونه بيرته پانګوال او سرمايه دار هېوادونه شول.

آيا د شوروي اتحاد نړېدل د سوسياليزم ناکامي وه که يې تر شا نور لاملونه درلودل تر دغه سرليک لاندې ژورې څېړنې ته اړتيا ده