متقي: واشنګټن دې راسره خبرو کولو ته را وړاندې شي

متقي: واشنګټن دې راسره خبرو کولو ته را وړاندې شي


  • 1 کال دمخه (23/03/2023)
  • سمسور نیوز
  • 671

سمسور نیوز (۳وری۱۴۰۲) د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په یوې مقاله کې لیکلي، کابل له واشنګټن  سره کار کولو او خبرو ته چمتو دی؛ خو په وینا یې پر افغانستان لګول شوي بندیزونه باید لرې شي.  

امیرخان متقي په‌دې مقاله کې، چې په الجزیره کې خپره شوې، زیاته کړې، د افغانستان نوي رهبران خبرو اترو او د نظر تبادلې ته ژمن دي؛ خو ټینګار کوي، چې دا ګام باید له دواړو خواوو واخیستل شي.    

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر همداراز په‌دې مقاله کې له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې د افغانستان خپلواکۍ ته درناوی ولري، ځکه په خبره یې د افغانستان دیني او کلتوري حساسیتونه "محتاطانه چلن" ته اړتیا لري.