سعودي له افغانستان سره د ۱۰۰ ټنه خرما مرسته کړې

سعودي له افغانستان سره د ۱۰۰ ټنه خرما مرسته کړې


  • 1 کال دمخه (01/04/2023)
  • سمسور نیوز
  • 651

سمسور نیوز (۱۲وری۱۴۰۲) په افغانستان کې د سعودي سفارت وایي، د دغه هېواد د ولسمشر ملک سلمان د بشري مرستو مرکز له افغانستان سره د ۱۰۰ ټنه خرما مرسته کړې ده.  

د سعودي سفارت دا مطلب نن پر خپله ټوېټر پاڼه خپور کړی دی. 

سرچینې زیاته کړې، دغه مرسته تېره ورځ د سرې میاشتې استازي غلام حبیب حسام ته سپارل شوې ده. 

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ متحده عربي اماراتو د هېواد له زلزله ځپلو سره د ۳۸،۵ ټنو خوراکي توکو، جامو او درملو مرسته کړې وه.