متقي: اجازه نه ورکوو چې افغان خاوره د چا پر ضد وکارول شي

متقي: اجازه نه ورکوو چې افغان خاوره د چا پر ضد وکارول شي


  • 1 کال دمخه (08/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 552

سمسور نیوز (۱۸غوایي۱۴۰۲) د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د اسلام اباد د ستراتيژیکو مطالعاتو د انسټېټیوټ په مرکز کې ویلي، چې چین، پاکستان او افغانستان په یوه درې اړخیزه ناسته کې ژمنه کړې، چې د یو بل خاوره او فضا به د هېڅ هیواد پر ضد ونه کارول شي.

امیر خان متقي دغه راز په افغانستان کې د هر ډول ترورېستي ډلو شتون رد کړی او زیاته کړې یې ده، چې هېڅ ډلې ته به په خپله خاوره کې ځای ورنه کړي.   

ده یو وار بیا ټینګار کړی، چې افغان خاروه به د هېچا پر ضد ونه کارول شي.  

هغه دغه راز د نجونو د زده کړو په اړه هم څرګندونې کړې دي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په خبره، اسلامي امارت هېڅکله نه دي ویلي چې د ښځو تعلیم حرام دی او تل منع شوی، بلکې تر امر ثاني پورې ځنډول شوی دی.