هند کې د دوه اورګاډو د ټکر له کبله ۲۳۳ کسان وژل شوي او شاوخوا ۹۰۰ نور ټپیان دي.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، دا پېښه تېره ورځ د کلکتې او چینای ترمنځ د سفر پرمهال د اودیسه ایالت په بالاسور سیمه کې شوې ده.
د هندي چارواکو په خبره، دا د تېرې یوې لسیزې پر مهال په هند کې تر ټولو خونړۍ پېښه ګڼل کېږي.
په همدې حال کې د هند صدراعظم نریندرا مودي هم په دې پېښه خواشیني څرګنده کړې او له حکومت یې غوښتي چې د ټپیانو لپاره بېړنۍ مرستې تېارې کړي.
د یادونې وړ ده چې لاهم د دیادې پېښې له کبله د اوښتو تلفاتو جزیات وروستي نه دي.