پر غزې بریدونه؛ د ملګرو ملتونو اړوند د یو ښوونځي ۳۰ زده کوونکي وژل شوي

پر غزې بریدونه؛ د ملګرو ملتونو اړوند د یو ښوونځي ۳۰ زده کوونکي وژل شوي


  • 1 کال دمخه (12/10/2023)
  • سمسور نیوز
  • 484

پر غزې د اسرائیلو په ځوابي بریدونو کې د ملګرو ملتونو ۱۱ کارکوونکي او د دغې ادارې د یو ښوونځي ۳۰ زده کوونکي وژل شوي دي.

د الجزیرې د راپور له مخې، یاد کسان د تېرو څلورو ورځو په موده کې وژل شوي او دغه راز اته تنه نور ټپیان دي.

په همدې حال کې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د کار او خيرښېګڼې ادارې مرستیالې، جینیفر اسټن ویلي، چې په وژل شویو کې پنځه ښوونکي، د نسايي او ولادي څانګې یو ډاکټر، یو انجینر، یو مشاور او درې نور کارکوونکي شامل دي.

نوموړي د جګړې په دواړو غاړو غږ کړی چې د جګړې پر مهال باید د کارکوونکو او مکي وګړو خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي هم له دواړو لورو غوښتي و، چې د ملکي وګړو په خوندیتوب سره نړیوال بشري قانون ته درناوی وکړي.