هرات کې زلزله ځپلیو ته د کورونو جوړېدو چارې پیل شوې

هرات کې زلزله ځپلیو ته د کورونو جوړېدو چارې پیل شوې


  • 6 مياشتي دمخه (18/10/2023)
  • سمسور نیوز
  • 227

سرپرست حکومت د هرات د زلزله ځپلو لپاره د کورونو د جوړولو د چارو پیلېدو خبر ورکړی دی. 

د سرپرست حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپله اېکس پاڼه کې لیکلي، چې د هرات د زنده‌جان ولسوالۍ په سیاه اب کلي کې د ۲۱۴۶ کورونو د جوړولو چارې پیل شوې. 

هغه ویلي، چې دغه کورونه به په معیاري او د ښارګوټي په ډول د زلزله ځپلو لپاره جوړ شي. 

مجاهد زیاته کړې، چې هڅه کېږي څو د ژمي له رارسېدو مخکې دغه ښارګوټی بشپړ او کورونه یې د زلزلې زیانمن شویو خلکو ته ووېشل شي. 

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا پرون ویلي، چې د هرات د زلزلو او له زلزلو وروسته سختو ټکانونو په نتیجه کې څه باندې ۳۳۰۰ کورونه وران شوي دي.

اوچا همدارنګه د مړه شویو شمېر ۱۵۰۰ تنه او د ټپیانو نږدې ۲۰۰۰ تنه ښودلی.