بلنکین د پنځو عربي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سره ګوري

بلنکین د پنځو عربي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سره ګوري


  • 1 کال دمخه (04/11/2023)
  • سمسور نیوز
  • 482



په داسې حال کې چې پر غ.زې بریدونو زور اخیستی؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین ویلي چې د پنځو عربي هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره به ناسته وکړي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړی به په عمان کې د مصر، سعودي، قطر، عربي اماراتو او اردن له بهرنیو چارو وزیرانو سره وګوري.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ناستې اجنډا به د حماس او اسرائیلو ترمنځ په جګړو ور ټوله وي.
ویل کېږي چې د فلسطین یو استازی به هم په دې خبرو کې برخه واخلي.
دا لیدنه داسې مهال کېږي چې اوس مهال پر غزې تړانګې بریدونو تر بل هر وخت زور اخیستی دی.
تېره ورځ ملګرو ملتونو او د تر هغې یوه ورځ وړاندې بیا امریکا په غزه کې د اوربند غوښتنه هم کړې؛ هو اسرائیلو بیا پر دغې سیمې د ځمکمنیو عملیاتو او د غزې د محاصرې خبر ورکړی دی.