د راپورونو له مخي، د کندهار ولایت د ډنډ ولسوالۍ په روح آباد کلي کې تېره ورځ سهار وختي یوه ځوان ځان وژنه کړې ده.
د هغه د کورنۍ یو شمېر دوستانو سمسور نیوز ته ویلي، چې دغه ۲۲ کلن ځوان پخپله خونه کې ځان زندۍ کړی او وژلی دی.
تر اوسه معلومه نه ده، چې دا کس د څه شي له امله ځان وژنه کړې ده.
دا پېښه داسې مهال رامنځته شوې، چې د روانې مرغومې میاشتې پر درېیمه هم د یاد ولایت په مرکز کندهار ښار کې یو مسافر د نامعلوم دلیل له امله ځان وژنه وکړه.