د خیبرپښتنونخوا په بنو کې د ننني ځانمرګي برید له امله درې پاکستاني پوځیان مړه او لس نور سخت ټپیان شوي دي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، برید نن له غرمې وروسته د بنو په «بکاخېل» سیمه کې د پاکستاني يوځیانو پر موټریز کاروان شوی دی.
راپور زیاتوي، په دې پېښه کې د ځینو ټپیانو روغتیایي حالت ښه نه دی.
په دې برید کې د پاکستاني پوځیانو یو موټر هم په بشپړ ډول له منځه تللی دی.
د برید مسؤلیت د حافظ ګلبهادر په نوم د پاکستان حکومت ضد جنګېدونکې ډلې منلی دی.
بنو تر دې وړاندې هم پر پاکستاني پوځیانو د پراخو بریدونو شاهده وه.
دا برید په داسې حال کې کېږي، چې تازه د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بګټي په دغه هېواد کې د وسله والو ډلو په له منځه وړلو ټینګار کړی دی.
بګټي ویلي، که په هره بیه وي، پاکستان کې به ټول وسله وال له منځه وړي.