د چه ګوارا د ژوند جالب معلومات او خاطرې

د چه ګوارا د ژوند جالب معلومات او خاطرې


  • 1 کال دمخه (30/11/2023)
  • بصیره وزیري
  • 460

په یوې ارجنټایني کورنۍ کې زېږېدلی ځوان په دې اړه فکر کوي، چې مونږ ولې په داسې بد حالت کې ژوند کوو

ایا مونږ تر دې په ښه حالاتو کې ژوند نه شو کولای؟

زموږ ګناه څه ده؟ د دې هر څه تر شا د چا لاس دی؟

د خپلې دې پوښتنې د حل لپاره په سفر وځي، د بېلا بېلو ملتونو، خلکو، ولسونو او طبقو سره ویني،  د هغوی سیاسي او اجتماعي حالات او د شاته پاتې کېدو څرنګوالی ارزیابي کوي او په پای کې عملاً دې پایلې ته رسېږي، چې نړۍ کې بدمرغي پانګوالي او امپریالیزم رامنځته کړې او هر انسان اړ دی، چې پر وړاندې یې مبارزه وکړي.

چه ګوارا د ملتونو په عدالت، یو ځایوالي او سوسیالیزم باندې کلک درېږي، هغه لومړی د کیوبا په انقلاب کې ونډه اخلي او مهم رول پکې لوبوي.

په کیوبا کې د انقلاب وروسته هغه په کانګو او بولیوا کې هم د ورته مبارزې او فکر خورولو په پار په سفر وځي،  په هغوی کې هم خلک را پاروي او د ازادۍ په قیمت یې پوهوي، په پای کې د امپریالیزم لاسپوڅو ډلې لاس ته لویږي، چه ګوارا نیسي او په ډزو یې وژني.

چه ګوارا به ویل: تاسو څنګه او په څه ډول احساس بدن ته خواړه ورکوئ، تر څو مو چې روح ته خواړه نه وي ورکړي.

هر انقلابي باید د ډېر علم څښتن وي، هغه څوک چې انقلابي فکر او احساس لري باید د خپل چاپیریال او معاظرې ښه درک وکړي او خپل مقصد او هدف روښانه کړي. 

یو انقلابي له تېر نه ځان خبروي، په حال تمرکز کوي او د راتلونکي لپاره پلان لري او دا ټول کارونه بغېر له مطالعې نه کېږي.(چه ګوارا)

چه ګوارا لیکي: له ښاروالۍ په وتو وم، چې څوکیدار راباندې غږ کړ، وبخښه ښاغلیه! دا سپی مو هم له ځانه سره یوسئ! مخ مې ور واړوه ګورم چې یو کوڅه ډب سپي ځان ډېر چټل کړی او یوه لوښي کې خوله وهي.

ښایي څوکیدار زما او سپي چټلو څېرو ته په کتو فکر کړی وي، چې سپی زما دی؛ خو چې کله مې ورته وویل سپی زما نه دی؛ نو سپي ته یې داسې لغته ورکړه، چې د ښاروالۍ له دروازې یې لاندې وغورځوه.

ما چې کله دا حالات ولید؛ نو دې نتیجې ته ورسېدم، چې: ډېر کله د ځینو شیانو موجوداتو شتون، زموږ ملاتړ او لاسنیوي ته اړتیا لري ګني ظالم بشر به یې له ځمکې محوه کړي. (چه ګوارا)