د تازه مېوو حاصلاتو کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی

د تازه مېوو حاصلاتو کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی


  • 1 کال دمخه (11/12/2023)
  • شریف ولیزاد
  • 451

 

د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلي چې روان ۱۴۰۲ لېږدیز لمریز کال د تازه مېوو په حاصلاتو کي ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د یاد وزارت ویاند ویلي، هڅه کوي چې کروندګرو ته ګڼي اسانتیاوي برابري کړي؛ تر څو دغه حاصلات نور هم لوړ شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت شمېرې ښيي چې په تېرو اتو میاشتو کې د ۱۴۸ میلیونه ډالرو په ارزښت تازه مېوه پاکستان، هند، تاجکستان، ترکیې او المان ته صادره شوې ده.

خو په دې وروستیو کي سوداګر د بندرونو تړل لوی تاوان بولي او له سرپرست حکومت څخه غوښتنه کوي چې د ټرانزیټ او سوداګرۍ په برخه کي اسنتیاو  ورته برابري کړي.