یو ان ډي پي: افغانستان کې مو ۲ زره هکتاره ځمکه بڼوالۍ ته چمتو کړې

یو ان ډي پي: افغانستان کې مو ۲ زره هکتاره ځمکه بڼوالۍ ته چمتو کړې


  • 1 کال دمخه (18/12/2023)
  • بصیره وزیري
  • 356

د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام یو ان ډي پي ویلي، چې د افغانستان په شپږو ولايتونو کې یې نږدې دوه زره هکتاره ځمکه د باغونو لپاره چمتو کړې ده.

پرون د ملګرو ملتونو پرمختیایي ادارې په خپله ایکس پاڼه یوه ویډیو شریکه کړې او ویلي یې دي چې دوی په کندهار، بادغیس، ننګرهار، لغمان، فراه او بلخ ولایتونو کې د مېوې باغونه جوړ او چیله بندي کړي دي.

د یادونې ده، چې دا پروژه د بڼوالۍ د بنسټیزو وسایلو، کیمیاوي سرې، اصلاح شوو تخمونو او د طبیعي آفتونو وژونکو موادو د ویشلو سربیره، یو شمیر بڼوال هم روزي.