د شمالي وزیرستان په میر علي بازار کې د ناڅرګندو وسله والو له لوري شپږ کسان وژل شوي دي.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې وژل شوي کسان د پنجاب اړوند اوسېدونکي دي او په میر علي بازار کې یې سلمانیانې لرلې.
که څه هم تر اوسه د دغې پېښې انګېزه معلومه نه ده؛ خو پولیس وایي، په اړه یې څېړنې پیل کړې دي.
د پولیسو په خبره، د یادو کسانو جسدونه یې په یوې کروندې کې موندلي دي.
لاهم کوم چا یا ډلې د یادې پېښې مسؤلیت نه دی منلی.
ياده دې وي، چې د ۲۰۲۳م کال د دسمبر په ۲۲مه نېټه د جنوبي وزيرستان په دجه غونډۍ سيمه کې هم پنځه تنه وژل شوي وو.
د معلوماتو پر اساس، یادو کې کسانو هلته د پولیسو په ودانۍ کې کار کاوه.