افغان کرکټ بورډ له سریلانکا سره د شل اوریزو لوبو لپاره لوبډله اعلان کړه

افغان کرکټ بورډ له سریلانکا سره د شل اوریزو لوبو لپاره لوبډله اعلان کړه


  • 5 مياشتي دمخه (13/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 659

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېتې د سریلانکا پر وړاندې د راتلونکو دریېو نړيوالو شل اوریزو سیالیو لپاره ملي لوبډله اعلان کړې ده.
ټاکل شوې ده، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ لومړۍ لوبه د روانې فبرورۍ میاشتې په ۱۷مه ورپسې دویمه او دریمه په ترتیب سره په ۱۹مه او ۲۱مه نېټه ترسره شي.
کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ملي لوبډلې مشري به ابراهیم ځدراڼ کوي،  او دغه راز مجیب الرحمن او سلیم ساپی د ټپونو له امله تر درملنې لاندې دي.
د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې سرپرست مسوول احمدشاه سلیمانخېل وايي د دغو سیالیو اهمیت ته په پام سره به د دوی یو هدف دا هم وي، ترڅو د شل اوریزو سیالیو نړیوال جام هم له نظره ونه باسي او د سینیر لوبغاړو ترڅنګ ځوانان هم و روزي .
د یادونې وړ ده چې سریلانکا په یوه ټسټ لوبه او دوو یوه ورځنیو نړيوالولوبو کې افغانستان ته ماتې ورکړې ده.