د افغانستان بانک او د مس عینک پروژې د استخراج او پروسس شرکت د مسؤلینو ترمنځ د مالي او بانکي معاملاتو په برخه کې، د آسانتیاوو رامنځته کولو او د ستونزو هوارولو په اړه خبرې شوې.
یاد بانک په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې ددې بانک سرپرست هدایت الله بدري په دې ناسته کې ویلي چې د افغانستان بانک د هېواد د مرکزي بانک په توګه ژمن دی د خپلو عمده اهدافو او دندو په رڼا کې د ملي پروژو په پلي کولو کې اغېزناک رول ولوبوي او د بانکي خدمتونو او بانکي معاملاتو په تړاو د آسانتیاوو برابرولو په برخه کې همکاري وکړي.
هغه زیاته کړې چې مسِ عینک پروژه، د هېواد له لویو پروژو څخه ده او د دې پروژې د تطبیق په برخه کې به هر ډول بانکي ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي.
همدا رنګه، د مسِ عینک پروژې د استخراج او پروسس شرکت مسئول «لین بین تو» وویل، په نږدې راتلونکي کې به د مسِ عینک پروژې عملي چارې پیل شي او دوی ژمن دی چې د دې پروژې چارې له ځنډ او خنډه پرته، په پوره ژمنتیا سره پرمخ یوسي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د دې پروژې مسولینو ویلي وو چې په نږدې راتلونکې به خپل کارونه پیل کړي.