د کندهار برید ته غبرګونونه؛ امریکا وايي دا ډول بریدونه جنایت او دوی پرې خواشیني دي

د کندهار برید ته غبرګونونه؛ امریکا وايي دا ډول بریدونه جنایت او دوی پرې خواشیني دي


  • 8 مياشتي دمخه (22/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 285

اسلامي امارت په کندهار کې د تېرې ورځې برید په کلکو ټکو غندلی دی.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي، د هېواد دوښمنان په دا ډول بریدونو سره غواړي چې د افغانانو په منځ کې وېره پیدا کړي.

نوموړي ویلي، د بې ګناه انسانانو په نښه کول د ټولو اصولو خلاف عمل دی.

په همدې حال کې کورنیو چارو وزارت هم یاد برید غندلی او ویلي یې دي، چې ژر به یې عاملین د قانون منګولو ته وسپارل شي.

بل لورته د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې کرن ډېکر او د یاد هېواد ځانګړي استازي توماست ویسټ په کندهار کې د تېرې ورځې برید غندلی دی.

دوی ویلي، دا ډول تروریستي اعمال وحشیانه کړنې دي او افغانان باید پرېښودل شي چې له هر راز ویرې پرته په سوله کې ژوند وکړي.

په ورته مهال د افغانستان لپاره د سعودي سفارت هم پر خپله ایکس پاڼه دا برید غندلی او ویلي یې دي، چې هېواد یې تل افغانانو سره ولاړ دی.

د یادونې ده چې تېره ورځ سهار د کندهار ښار لومړۍ حوزې اړوند کابل بانک مخې ته ځانمګری برید شوی، چې له کبله یې درې تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

داعش خراسان څانګې د یاد برید مسوولیت منلی دی.