الهام محمدوف: اذربایجان په افغانستان کې پانګونې ته لېواله دی

الهام محمدوف: اذربایجان په افغانستان کې پانګونې ته لېواله دی


  • 9 مياشتي دمخه (22/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 283

 کابل کې د اذربایجان سفیر وايي، هېواد به یې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه او همکاري وکړي.

الهام محمدوف د رییس الوزرا له اداري مرستیال سره په کتنه کې ویلي، په کابل کې د اذربایجان سفارت پرانېسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د غوره اړیکو له کبله وه او دوی به د کانونو استخراج، ښوونې او روزنې او په افغانستان کې د اسان خدمت پروسې د پراختیا په برخو کې پانګونه او همکاري وکړي.

هغه ویلي، دواړه هېوادونه د یو بل ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی او د یو بل په چارو کې د نه مداخلې سیاست لري.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې  د رییس الوزرا اداري مرستیال په راتلونکې کې هم د اړیکو د لا پراختیا غوښتنه کړې ده.

نوموړي ویلي، اسلامي امارت د اذربایجان په ګډون له ټولو هېوادونو سره غوره اړیکې غواړي.

د یادونې ده چې څه موده وړاندې اذربایجان په کابل کې د خپل سفارت پرانېستو اعلان کړی وو.