سرپرست حکومت ومنله، چې دوه امریکایي وګړي ورسره بندیان دي.
د اسلامي امارت ویاند په یوه غږیز پیغام کې ویلي، له دوی سره یو شمېر بهرني وګړي بندیان دي چې دوه امریکایان هم په کې شامل دي.
هغه د نورو بندي بهرنیو بندیانو د شمېر په اړه معلومات نه دي ورکړي.
نوموړی وایي، دغه امریکایي وګړي له قانون څخه د سرغړونې په تور بندیان شوي دي.
هغه زیاتوي، د یادو بنديانو په اړه له امریکایي لوري سره خبرې هم شوې دي.
اېن بي سي نیوز تېره ورځ د دوو امریکایي وګړو په حواله ویلي وو، چې په افغانستان کې له اوسني حکومت سره دوه امریکایي وګړي بندیان دي.