تېرو درېیو میاشتو کې د ناچاوده توکو د چاودونو له امله ۳۷ کسان وژل شوي

تېرو درېیو میاشتو کې د ناچاوده توکو د چاودونو له امله ۳۷ کسان وژل شوي


  • 9 مياشتي دمخه (04/04/2024)
  • سمسور نیوز
  • 270

په تېرو درېیو میاشتو کې په افغانستان کې د ناچاوده توکو د چاودنو له امله ۳۷ کسان وژل شوي او ۷۱ نور ټپیان شوي دي.  

نن پنجشنبه د ماینونو له خطرونو د خبرولو او د ماین پاکۍ د مرستندویه چارو نړیواله ورځ ده.  

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت چارواکو کابل کې د دې ورځې په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې ویلي، چې د چاودېدونکو توکو له امله لا هم په افغانستان خلک قرباني ورکوي. 

د دغه وزارت د ماينونو د تطهير، انسجام او همغږۍ ادارې ريیس نورالدين رستم‌خېل ویلي، چې په ۲۰۲۳م کال کې د ناچاودو توکو د چاودنې له امله ۳۰۸ پېښې ثبت شوي، ۵۵۵ کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې چې له ډلې ۱۳۷ سړي او ۳۷ ښځې وژل شوي او ۳۱۱ سړي او ۷۰ ښځې ټپیانې شوي دي.

هغه زیاته کړې، چې په ۲۰۲۳م کال کې ۲۵۹۵ د پرسونل ضد ماینونه، ۴۸۵ د وسایطو ضد ماینونه او څه باندې ۷۰ زره ناچاودي توکي کشف او له منځه وړل شوي دي.