په افغانستان کې د مېرمنو د حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د جاپان لپاره د امریکا له سفیر رام امانوئل سره کتلي دي.
نوموړې پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې په دې لیدنه کې یې د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي.
هغې په دې لیدنه کې د جاپان د نړیوالې همکارۍ له سازمان « جایکا» څخه هم مننه کړې چې د افغان نجونو د زدکړو پراخېدو لپاره مهم نوښتونه کوي.
امیري همدارنګه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له پخواني ځانګړي استازي تدامیچي یاماماتو او د ساسکاوا د سولې د بنسټ له مشرې هوریبا سره د لیدنې خبر ورکړی او ویلي یې دي چې له دوی سره یې د افغانستان پر اوسني وضعیت خبرې کړې.
امیري له دوی مننه یې کړې چې د افغانستان په اړه یې هڅې جاري ساتلي دي.