شمالي‌ وزیرستان کې د نجونو یو ښوونځی په بمونو الوځول شوی

شمالي‌ وزیرستان کې د نجونو یو ښوونځی په بمونو الوځول شوی


  • 8 مياشتي دمخه (10/05/2024)
  • سمسور نیوز
  • 323

په شمالي وزیرستان کې د عافیه په نوم د نجونو یو خصوصي ښوونځی د نامعلومو وسله‌والو له لوري په بمونو الوځول شوی دی.  

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، پېښه تېره ورځ سهار وختي د شیوا تحصیل په دره خېل کې شوې ده.  

د ښوونځي مسوولینو ویلي، چې وسله والو د ښوونځي وسایل او کتابونو سوځولي او بیا یې چاودنه ورکړې.

د سرچینې د معلوماتو پر اساس، په ښوونځي کې دوه کوټې او ودانۍ په بشپړ ډول ویجاړ شوي ‌دي.

پولیسو ویلي، چې د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې او لا معلومه نه ده، چې دا کار چا کړی دی.

د یادونې ده، چې د نجونو دغه ښوونځي ته بیا، بیا د برید په اړه خبرداري ورکړل شوي وو. 

دا په سیمه کې د نجونو یوازېنی ښوونځی و، چې شاوخوا ۱۲۰ تنو نجونو په کې زده‌کړې کولې.