د تاشکند-کابل د اړیکو نوی پړاو؛ ازبکستان  د سرپرست حکومت سفیر مني

د تاشکند-کابل د اړیکو نوی پړاو؛ ازبکستان  د سرپرست حکومت سفیر مني


  • 3 مياشتي دمخه (17/08/2024)
  • عبدالبصیر رحمت زی
  • 107

د ازبکستان صدراعظم په کابل کې له امیر خان متقي سره د لېدنې پر مهال ویلي چې، ددې هېواد ولسمشر له افغانستان سره پر اړیکو ټينګار کوي او راغلی پلاوی ددې څرګندوی دی.

 

عبدالله عارف اُوف  زیاتوي چې، تاشکند کې به ډېر ژر د سرپرست حکومت سفير ومني.

 

عارف اوف په نېژدې راتلونکې کې افغان محصلينو، سوداګرو او مریضانو ته د ازبکستان د ویزې د ورکړې خبر ورکړی دی.

 

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په نړیوالو سټېجونو کې د ازبکستان د ولسمشر له دريځ هرکلی کړی دی.

 

نوموړي زیاته کړې، غواړي په سیمه ایزو سازمانونو کې ګډون ولري.

 

متقي د افغان-ټرانس پروژې تطبیق له منځنۍ او جنوبي اسیا سره د دواړو هېوادونو په وصلېدو کې مهمه ګڼلی دی.