د امربالمعروف قانون ته د امنیت شورا ځينو غړیو اندېښنه

د امربالمعروف قانون ته د امنیت شورا ځينو غړیو اندېښنه


  • 4 مياشتي دمخه (07/09/2024)
  • سمسور نیوز
  • 97

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړیو په یوه ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د نوي قانون تصویبېدو په تړاو اندېښنه ښودلې ده.
دا اعلامیه له روسيې او چین پرته د امنیت شورا درېیو دایمي غړو امریکا، برېټانیا، فرانسې او ایکوادور، ګایانا، مالتا، موزمبیق، سیرالیون، سویلي کوریا، سویس، سلوانیا او جاپان په ګډه خپره کړې ده. 
په دې ګډه اعلامیه کې له اسلامي امارت د امر بالمعروف قانون د لغوه کېدو غوښتنه شوې او ويل شوي، چې دا له نړیوالې ټولنې سره اسلامي امارت د تعامل هڅې تر پوښتنې لاندې راولي.
په اعلامیه کې راغلي چې افغان ښځو او نجونو اوږد کړاو ګاللی او په کار ده، چې غږ یې واورېدل شي. 
اسلامي امارت لا د امنیت شورا د غړیو دې اعلامیې غبرګون نه دی ښودلی؛ خو تر دې وړاندې یې پر یاد قانون نیوکې رد کړې دي.
اسلامي امارت د دغه قانون په اړه غبرګونو او اندېښنو ته په ځواب کې نړیوال له اسلامي قوانینو په ناخبرۍ تورن کړي او ویلي یې دي، چې په دې اړه د نیوکو واک نه لري.
د امربالمعروف او نهي عن‌المنګر قانون د اګست په ۲۱مه په ۴ فصلونو او ۳۵ مادو کې نافذ او په رسمي جریده کې خپور شو.