لاوروف: منځني ختیځ کې لوی جنګ پېښېدونکی دی

لاوروف: منځني ختیځ کې لوی جنګ پېښېدونکی دی


  • 4 مياشتي دمخه (09/09/2024)
  • عبدالبصیر رحمت زی
  • 92

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په منځني ختيځ کې د یو لوی جنګ خبرداری ورکړی دی. 

د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې؛ سرګي لاوروف ویلي‏ چې د غزې په جګړه کې د نړیوالې ټولنې پاتې راتلل او د وګړو ډله ايزه وژنه به د لبنان له سرحد نېولې بیا تر سره سمندره د نظامي وضعیت د لا خرابوالي باعث شي. 

نوموړي همداراز یادونه کړې، چې مسکو ددې جګړو په مخنيوي کې له ټولو اړخونو سره همکارۍ ته اماده دی. 

 

لاوروف په منځني ختیځ کې روانې جګړې خطرناکې بللي او د یادو جګړو مخنیوی یې د ټولو ګډ مسوولیت بللی دی