سرپرست حکومت جاپان ته؛ روغتیا برخه کې مو مرسته اړینه ده

سرپرست حکومت جاپان ته؛ روغتیا برخه کې مو مرسته اړینه ده


  • 4 مياشتي دمخه (16/09/2024)
  • عبدالبصیر رحمت زی
  • 86

د عامې روغتیا وزارت سرپرست په افغانستان کې د جاپان له سفير سره په روغتیایي برخه کې د دواړو هېوادونو تر منځ پر دوامداره همکارۍ خبرې کړې دي.

مولوي نور جلال جلالي د روغتیا په برخه کې د جاپان  همکاري اړینه بللې او پر دوامداره همکارۍ یې ټېنګار کړی دی. 

بلخوا تاکایوشي کورومایا د روږدو د درملنې، واکسین او ساري ناروغیو د کنټرول برخو کې د بشپړې همکارۍ ډاډ څرګند کړی او زیاته کړې یې ده، چې په یادو برخو کې به له افغانستان سره ډېر ژر مرسته وکړي.