لغمان کې ترافیکي پېښو ۵۳ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

لغمان کې ترافیکي پېښو ۵۳ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې


  • 3 مياشتي دمخه (23/09/2024)
  • شریف الله وليزاد
  • 249

د لغمان د امنیې قومندانۍ مسؤلینو په یاد ولایت کي د کابل- جلال آباد لویي لارې په اوږدو کې د درېیو ترافیکي پېښو له امله د یو کس د وژل کېدو او ۵۲ تنو نورو د ژوبل کېدو خبر ورکړی دی.

 

یادې قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا ترافیکي پېښې تېره ورځ ماسپښین، مازدیګر او ماښام په درونټه، فرمانخېل او تنګي مشاله سیمو کې د څو موټرانو د ټکرونو په نتیجه کې رامنځ ته شوې دي. 

 

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په ټپیانو کې ښځې او کوچنیان هم شامل دي او د درملنې په موخه د امنيتي ځواکونو لخوا ننګرهار ولایتي روغتون ته لېږدول شوي، چې له ډلي یې د ځینو  روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی. 

 

که څه هم د دغو ترافیکي پېښو د لاملونو په اړه څه نه دي ویل شوي؛ خو د مسؤلینو په وینا، کابل- جلال آباد هغه لویه لاره ده، چې زیاتره ترافیکي پېښې په کښې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ، ترافیکي قوانینو نه مراعاتول، تېز تګ راتګ او ځينو نورو عواملو له امله رامنځ ته کېږي.