د مس عینک پروژې لومړي پړاو کې به ۵ میلیارډ ډالره پانګونه وشي

د مس عینک پروژې لومړي پړاو کې به ۵ میلیارډ ډالره پانګونه وشي


  • 3 مياشتي دمخه (09/10/2024)
  • شریف الله وليزاد
  • 130

د مس عینک قراردادي کمپنۍ (M.C.C) رئیس سونګ او مل پلاوي د رئیس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کي ویلي، چې په لومړي پړاو کې به په دې پروژه کې پنځه میلیارد ډالره پانګونه وکړي.

 

د ارګ لخوا په یوه خبرپاڼه کې د سونګ په حواله لېکل شوي، چې په راتلونکي ۲۰۲۵ زېږدیز کال کې به له چین څخه د دې پروژې ماشینري راوارد او  د مس عینک تر سړک جوړېدو وروسته به یې کارونه پیل شي. 

هغه همدارنګه ویلي، چې په دې لومړي پړاو کې به درې زرو افغانانو ته د کار زمینه برابره کړي او یوه ډله افغانان به د ښې روزنې په موخه چین ته هم ولېږي. 

د مس عینک پروژې تړون په تېر جمهوري نظام کي د چین له (M.C.C) شرکت سره شوی؛ خو هغه وخت يې د ځینو ستونزو له امله کارونه پیل نه شول.