د میانمار په مانډالا ښار کې د چین له سفارت سره چاودنه شوې ده.
د فرانسوي رسنیو د راپور له مخې چاودنه د سفارت په ودانۍ کې شوې، خو چاته پکې ځاني زیان نه دی اوښتی.
بلخوا یو شمېر رسنیو دغه برید د نارنجک د توغولو له امله بللی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې په میانمار کې د بهرنیو سفارتونو د امنیت ساتنه د میانمار د امنیتي ځواکونو پر غاړه ده.
ورته مهال کارپوهان وايي، که څه هم چین د میانمار د حکومت د وسلو اصلي تامین کوونکی دی، خو لا هم د شان ایالت په شمال کې د پوځ ضد قومي ډلو سره اړېکې لري.