کندهار کې د ۲۰ ښوونځيو جوړولو کارونه پیل شول

کندهار کې د ۲۰ ښوونځيو جوړولو کارونه پیل شول


  • 2 مياشتي دمخه (21/10/2024)
  • شریف الله وليزاد
  • 109

 

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ د صندوق لخوا په کندهار کې په ۱۷۸ میلیونه افغانۍ د ۲۰ بابه ښوونځیو جوړولو کارونه پیل شوي دي. 

د یاد ولایت د اقتصاد ریاست ویاند کمال شاه سادات سمسور نیوز ته په یوه خبرپاڼه کې لېکلي، چې، دا ښوونځي د کندهار سپین بولدک، معروف، ارغستان، دامان، ډنډ، نېش، پنجوايي، ارغنداب، لوړ شاولیکوټ، خاکرېز او میانیشن ولسوالیو کي جوړېږي. 

د سادات په وینا، یاد ښوونځي به په شپږو میاشتو کې بشپړ او ګټي اخېستنې ته به وسپارل شي، چې په هر یوه کې به پر یوه وخت ۲۴۰  کوچنیانو د زده کړو زمینه برابره شي.