کابلوف: له رسمیت پرته سرپرست حکومت سره دوستانه اړېکې لرو

کابلوف: له رسمیت پرته سرپرست حکومت سره دوستانه اړېکې لرو


  • 1 مياشت دمخه (23/10/2024)
  • عبدالبصیر رحمت زی
  • 34

 

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ویلي، چې بغیر له رسمیت پېژندنې هم له سرپرست حکومت سره دوستانه اړیکې لري.

ضمیر کابلوف ویلي، چې که څه هم سرپرست حکومت په رسمیت نه پېژني خو دوستانه اړیکي ورسره لري او دا اړيکې ډیری پر اقتصادي اړخ راڅرخي.

نوموړي د سرپرست حکومت د رسمیت  پېژندنې په اړه هیله مندي ښودلې او په وینا یې دا کار له لاسرسي لرې نه دی.

هغه زیاته کړې چې سرپرست حکومت یوازېنۍ ځواک دی چې د تروریستي ډلو او په خاصه د داعش پر وړاندې یې اغېزمنه مبارزه کړې ده.