روان کال ۴۶ ټنه زعفران صادر شوي

روان کال ۴۶ ټنه زعفران صادر شوي


  • 1 مياشت دمخه (28/11/2024)
  • شریف الله وليزاد
  • 103

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د روان ۲۰۲۴ زېږدیز کال په لومړیو نهو میاشتو کې اوو هېوداونو ته د ۳۶ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د ۴۶ ټنه زعفرانو صادرولو خبر ورکړی دی. 

د افغانستان ملي ټلوېزیون د یاد وزارت د ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد په حواله لېکلي، چې دغه زعفران هندوستان، متحده عربي اماراتو، ترکیې، سعودي عربستان، کاناډا، هالنډ او امریکا متحده ایالتونو ته صادر شوي دي. 

دا خبر داسې مهال نشر شوی، چې تر دې وړاندې د افغانستان د زعفرانو ټولنې خبر ورکړی، چې سږ کال د زعفرانو په تولیداتو کې نظر تېر کال ته ۱۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی. 

پر افغانستان د نشه يي توکو له بندیز وروسته د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې یاد بوټي ته د خلکو توجه ډېره شوې او ویل کېږي،  چې یوازې په هرات ولایت کې شاوخوا ۵۰ زره ښځې په د دغه بوټي په کرکېله بوختې دي.