د پروان ولایت امنیې قومندانۍ د دغه ولایت د سالنګ ولسوالۍ په روی آب سیمه کې په یوه ترافیکي پېښه کې د یوه کس د وژل کېدو او اوو تنو نور د ژوبل کېدو خبر ورکړی دی.
یادې قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دا ترافیکي پېښه تېره ورځ ناوخته د یوه پمپک او کرولا موټرانو د ټکر له امله رامنځته شوې او د پېښې د رامنځته کېدو لامل یې د موټر چلوونکي بې احتیاطي بللې ده.
خبرپاڼه وايي، ژوبل شوي کسان د درملنې په پار د پروان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
دا پېښه داسې مهال رامنځته شوې، چې تېره ورځ سهار وختي د نورستان ولایت په دواب ولسوالۍ کې هم د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۱ تنه کان کیندونکي ژوبل شول.