افغانستان د سوېلي کوریا په وړاندې لوبېږي

افغانستان د سوېلي کوریا په وړاندې لوبېږي


  • 2 اونۍ دمخه (07/04/2025)
  • شریف الله ولیزاد
  • 29

ټاکل شوې، چې د افغانستان له ۱۷ کلنو کم عمره د فوټبال ملي لوبډله د اسیا جام سیالیو په خپله دوهمه کې د سوېلي کوریا له ۱۷ کلنو کم عمره فوټبال ملي لوبډلې سره لوبه ترسره کړي. 

د افغانستان فوټبال فدارسیون وايي، دغه لوبه به نن شپه په سعودي عربستان کې د افغانستان پر وخت پر نهه بجې او ۴۵ دقیقو پیل شي. 

افغانستان په دغه جام کې په درېیم ګروپ کې له یمن، سوېلي کوریا او اندونیزیا سره یوځای قرار لري، چې یوه لوبه یې دوه د صفر په وړاندې پر یمن بایللې او بل پړاو ته د وتلو په پار باید نننۍ او راتلونکې لوبې وګټي.