پوتين: اسلامي هېوادونو سره همکاري جاري ساتو

پوتين: اسلامي هېوادونو سره همکاري جاري ساتو


  • 2 ساعته دمخه (13/05/2025)
  • 69

 د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین د دغه هېواد کازان ښار کې د روسيې ـ اسلامي نړۍ شپاړلسم نړيوال اقتصادي فورم غونډه کې د ګډون پر مهال ويلي، له سختو نړيوالو شرايطو سره یې بیا هم له اسلامي هېوادونو سره اړيکې او همکاري جاري ساتلې ده.

ياده غونډه چې نن پيل شوه، د غويي تر اته وېشتمې به د دغه هېواد کازان ښار کې روانه وي.

د يادونې ده چې د سرپرست حکومت ته هم دغه فورم کې د ګډون بلنه ورکړې او يو پلاوی به پکې ګډون وکړي‌.