سرپرست حکومت د روسیې دفاع وزیر وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې د افغانستان له خاورې د ګواښ اندېښنې بېځایه دي.
اندري بېلوسوف د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۷مه) د ټولییز امنیت سازمان (CSTO) د دفاع وزیرانو په غونډه کې ویلي وو، چې دا مهال په افغانستان کې ۲۰ وسلهوالې ډلې فعالې دي، چې د منځنۍ آسیا هېوادونو سولې او ثبات ته جدي ګواښ پېښوي.
خو د سرپرست حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په یوه اعلامیه کې دا څرګندونې رد کړې دي.
نوموړي ټینګار کړی، چې په افغانستان کې خپلېسرې ډلې نشته او له دې هېواده هېچا ته ګواښ متوجه نهدی.
فطرت زیاته کړې، چې د وسلهوالو ډلو د شتوالي مفکوره د امریکا د حضور پر مهال رامنځته شوې وه، چې استخباراتي موخې یې لرلې.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې لاهم د سیمې او نړۍ ځینې هېوادونه له افغانستانه د امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنه لري؛ خو د سرپرست حکومت چارواکي وايي، د افغانستان خاوره خوندي ده او هېچاته به ترې ګواښ پېښ نهشي.